Sponsored Links
عراقي پوليسو ويلي د بغداد په جنوب الرضوانيه کې د پوليسو په يونيفورم سنبال وسله والو د يوه مشر په ګډون د ويښتابه شورا ١٣غړي وژلي دي .
پاکستاني پوليس وايي د پېښور بډه بېرې پر سړک د پوليسو مرکز ته څېرمه ځانمرګي بريد لږترلږه څلورکسه وژلي او تر شلو ډېر نور ټپيان دي .
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په چين کې د دغه هېواد د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چيني چارواکو هلې ځلې ستايلې دي .
د امريکا د عدليې وزارت د سپتمبر د ١١ د بريدونو ادعا شوي اصلي طراح او د هغه څلورو نورو ملګرو ته د اعدام سزا غوښتې ده .
د پېښور پوليس وايي د پشتخرې د تلاشۍ مرکز ته څېرمه ځانمرګي بريد يوولس تنه وژلي او تر ٢٦ ډېر نور يې ټپيان کړي دي .
د پاکستان پېښور ښار د پوځي استخباراتو دفتر مخې ته چاودنې لږترلږه نهه کسه وژلي. بنو کې هم ځانمرګي بريد درې پوليس وژلي .
د پاکستان پېښور په چارسده ښار کې زوروره چاودنې شوې،چې له امله يې ٢٤ کسه وژل شوي او تر سلو ډېر نور ژوبل دي .
د پېښور پوليسو ويلي د رينګ روډ پتنګ څلورلاري کې ځانمرګي بريد ٣ کسه وژلي او ٥ نور يې ټپيان کړي .
د عراق پارلمان د يوه قانون په منظورولو پرېکړه کړې، چې ټاکنې به د راتلونکې جنورۍ په مياشت کې له پلان سره سمې کېږي .
يو امريکايی پخوانی پوځي جان الن محمد، چې '' د واشنګټن د نښې ويشتونکي '' په نامۀ يېژندل شوی و، د امريکا په ويرجينيا کې اعدام شو .
په قطر کې د داسې پلانونو په اړه خبرې رابرسېره شوې دي، چې د ١٥٠ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د پيغمبر محمد 'ص' په اړه فېلم جوړېږي
فلسطينيانو د لوېديځې تراډې په سوېلي ښار الخليل کې يو ډېر ستر کميس ګنډلی، چې ويل کېږي د نړۍ تر ټولو ستر ګنډل شوی کميس دی .
2009-10-27T10:53:15+00:00
په ماليزيا کې يوه ١٠٧ کلنه سپين سرې ښځه چمتو ده چې د ٢٣ ځل لپاره يوځل بيا د واده خوښي ولمانځي .
د امريکا د ساتېرۍ يوې سترې کمپنۍ والټ ډيزني ويلي چې د لوبو د پروګرامونو جوړولو (ماروېل انټرټېنمنټ) کمپنۍ يې په 4 ميليارد ډالر واخيسته .
له کينيا نه رپوټونه وايي چې په نړۍ کې د لومړني ښوونځي تر ټولو مشر زده کوونکی او بزګر کيماني نجانجا ماروجي د ٩٠ کلونو په عمر ومړ .
افغانانو د لومړي ځل لپاره په نيويارک کي د اسيايي توکمه امريکايانو د ايتلاف يا اې. سي. سي په درېيم کلني فيسټوال کې برخه واخيسته .
د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس د يوه ځانګړي پلاوي په مشرۍ اسراييل ته ځي، چې د ايران د اتومي انرژۍ په اړه له اسراييلي چارواکو سره خبرې وکړي.
چين په عربي ژبه يو ٢٤ ساعته ټلويزيوني چينل پرانيزي. دغه ټلويزيون به د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره خبرونه، تفريحي او کلتوري پروگرامونه خپروي .
هالنډ له عراقه هغه لسګونه ټوټې لرغوني اثار، چې په 2003 کال کې تر امريکايي بريدونو وروسته غلا شوي ول، بېرته سپارلي دي .
2009-07-12T10:27:00+00:00
د پاکستان د حکومت له خوا د تېلو په کلنۍ بوديجه کې د ماليې لګول د هېواد پر هر وګړي او د ژوند پر هره برخه کې ناوړه اغېز کړی دی .
د عراق له ښارونو د امريکايي ځواکونو په وتلو عراقيان خوشالۍ کوي .
2009-07-01T04:40:49+00:00
د اسراييلو څارګرې ادارې موساد ويلي ښايي په ايران کې روان اخ و ډب به د دغه هېواد په واکمن نظام کې کوم بدلون رانشي وستلی .
د جون په 15-16 د روسيې د ايکاترينبورګ په ښار کې د شانګهای دغړو هېوادونو د سرمشرانو جرګه جوړيدونکې ده .
افغان حکومت وايي که د ايران ټاکنې هرچا ګټلې وای، دوی به يې هرکلی کړی و، افغانستان له ايران سره ښه اړيکي پالونکی ګاونډي هېواد دی .
د فوټبال نړيوال برازيلي لوبغاړی کاکا له هسپانوي ريال مادريد کلپ سره د ٩٠ ميليون ډالرو يوې معاملې په ترڅ کې يوځای شو.
د مصر ساينس پوهان د (توت عنخ امون) فرعون ليکې راسپړلو لپاره له (ډي ان اې) ازموينو کار اخلي، د دغه فرعون پلرنۍ لړۍ لا تر اوسه لرغونپوهانو ته ناڅرګنده ده .
په 1912 کال کې د ټيټانيک د ډوبې شوې کښتۍ وروستۍ پاتې شوې مسافره ميلوينا ډين د 97 کلونو په عمر مړه شوه .
ايران وياړي چې د منځني ختيځ له ډېرو ديموکراتو هېوادونو څخه دی، دا خو يوازې داسې ګمان دی چې شننې ته اړتيا لري، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې رانژدې کېدونکې دي .
يوې څېړنې ښودلې ذهن د کار او بوختيا پرمهال تر ډېره فعال وي، ذهن په زړبودۍ (بوډاوالي) هم ځواکمن وي، که سړی خپلې چارې پرمخ بوزي .
په سوات دره کې د پاکستاني پوځ او طالب اورپکو ترمنځ جګړې د دغې هېواد له نورو برخو سره د تړاو شبکې او اړيکې نژدې په بشپړ ډول ويجاړې کړې دي .
په اتلانتېس فضايي بېړۍ کې سپرو ستور پېژندونکيو د هوبل ټېلېسکوپ د نوي کولو لپاره په فضا کې پنځم ځل خپله ګرځېدنه بشپړه کړه .
زرګونه جاپانيانو د دغه هېواد په اوکيناوا ټاپو کې د امريکايي پوځي اډې د جوړولو پرضد لاريون وکړ او د اډې سملاسي بندول يې وغوښتل .
ولسمشر اوباما ويلي خلک بايد د ټکزاس د بريد د انگېزې مالومولو لپاره د پلټنو پايلو ته انتظار وباسي .
د برتانيا لومړی وزير ګورډن براون د دغه هېواد ولسي جرګې ته د خپلې مهمې وينا په ترڅ کې په افغانستان کې د خپلې ښکېلتيا ننګه کړې ده .
د امريکا د تکزاس ايالت په يوه پوځي اډه کې په يوه وسلوال بريد کې لږ تر لږه ديارلس امريکايي سرتېري وژل شوي او تر 30 زيات ژوبل دي .
د ايران ديني مشر علي خامنئي ويلي که څه هم امريکا ‘يو کبرجن ’ هېواد دی، خو ايران به د متحده ايالتونو په سياست هېڅکله هم تېر نه وزي .
په عربي جزيره کې د القاعدې ډلې يوه مشر پر خپلو جنګياليو غږ کړی چې د المغرب پر هوايي ډګرونو او د اورګاډو پر تمځايونو بريدونه وکړي .
د پاکستان کورنيو چارو وزير رحمن ملکي ويلي د افغانستان او پاکستان پر پوله قبايلي سيمو کې د القاعده ډلې تر ٥ زرو ډېر جنګيالي پټ دي .
پاکستاني پوليس وايي د راولپنډۍ يوې پوځي قومندانۍ ته څېرمه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګي بريد ٣٣ کسه وژلي او ګڼ نور ټپيان دي .
د مصر ولسمشر حسني مبارک د خپل ګوند په کلنۍ غونډه کې د کورنيو اصلاحاتو ژمنه وکړه، خو د خپل واک له مسالې په څنګ تېر شو .
شپږ کسه ايغور توکمه چينايان د ګوانتانامو زندانه خوشي شوي او د مېشتېدو لپاره د ارام سمندر د پالاو هېواد ته استول شوي دي .
د امريکا بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن فلسطيني خاوره کې د مېشت ځايونو د جوړولو درول د سولې د خبرو لپاره شرط نه دی بللی .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په يو جرګې کې د پاکستان له پښتنو قومي مشرانو وغوښتل چې خپل تېر هېر کړي او د اړيکو نوی پړاو پرانيزي .
د صوبه سرحد يوه چارواکي ويلي چې د پاکستان په شمال لوېديځ خيبر دره کې د ماين چاودنې له امله اووه پوځيان وژل شوي لس نور ټپيان دي .
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي هغه ٢٢ کلن قانون به لغوه کړي چې په ايډز اخته کسان متحده ايالتونو ته له ننوتلو منع کوي .
د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې خپله سرمشريزه په دې موافقې پای ته ورسوله چې د نړۍ له وزله هېوادونو سره به د تودوخې پرضد همکاري کوي
د پاکستان صوبه سرحد پېښور قصه خوانۍ پيپل منډويي کې چاودنې تر ٨٠ ډېر کسان وژلي، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د پاکستان مرکز اسلام اباد ته رسېدلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو نوی پړاو پيل کړي .
د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي افغانستان ته به د نورو عسکرو د استولو په اړه بيړنۍ پرېکړه ونه کړي .
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د بغداد بريدونه چې پکې ١٣٢ تنه ووژل شول، په کلکو ټکو غندلي او دا يې د عراق پرمختګ کې ستر خنډ بللی .
د مصر به جنوب کې له قاهرې نه ٤٠ کيلومتره ليرې دوه اورګادي ټکر شوي چې لږ ترلږه پکې ٢٠ تنه وژل شوي ، او لسګونه نور ټپيان شوي دي .
په لندن کې شاوخو پنځو زرو لاريون کوونکو په افغانستان کې د برتانيا د پوځي ځواک د شته والي پرضد لاريون وکړ .
پاکستاني پوځ خبر ورکړى چې په سويلي وزيرستان کې يې د طالبانو د مشر حکيم الله مسعود مورنۍ سيمه کوټکۍ نيولې ده.
د نيويارک په کولمبيا پوهنتون کي ' د بيارغونې له لارې سوله' تر سرليک لاندې يوه ورځنۍ څېړنغونډه ترډېره افغانستان ته ځانګړې شوې وه .
د امريکا پوليسو د مکسيکو د نشه يي توکود يوه سازمان څه دپاسه درې سوه غړي له ميليونه ډالرواو زرګونه کيلو نشه يي توکو سره نيولي دي .
د روسيې ولسمشرديمتري ميدوېدوف په افغانستان کې تو ليد شوي نشه يي توکي د روسيې ملي امنيت ته گواښ بللى دی .
د پاکستان په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ٤ ورځ هم نښتې روانې دي، او د طالبانو مهم پټنځايونو ته نژدې شوي .
د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون په انګړ کې دوې پرلپسې چاودنې شوې، چې تر اوسه د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی .
پاکستاني پوځ ويلي چې په جنوبي وزيرستان کې يې د طالبانو او القاعدې پرضد عمليات دوام لري او يوشمېر غرنۍ سيمې يې نيولې دي.
يو مخکښ امريکايي ساينسپوه چې د امريکا د دفاع په وزارت او فضايي ادارې ناسا کې يې کار کړی د جاسوسې په تور نيول شوی دی .
د ايران ولسمشر د سيستان په بريد کې پاکستاني عناصر پړه بللي، خو پاکستاني چارواکو دا تور رد کړی او دغه بريد يې يو وحشيانه عمل بللی .
د ايران په سوېل ختيځ سيستان ايالت کې چاودنې د انقلاب ساتونکي ځواک دوه جګپوړي قوماندانان وژلي ګڼ کسان نور ټپيان دي .
په زرگونو پاکستاني سرتېري چې د توپونو او ټانگونو ملاتړ ورسره دى په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر مورچلو برېد پيل کړى دى .
د پېښور پوليسو ويلي، فکر کېږي يو بريد د موټر سايکل په واسطه د يوې مېرمنې لخوا شوى او بل موټر بم ځانمرگى بريد و.
د امريکا مشرانو جرګې مالي کومېټې د روغتيا په اړه هغه لايحه منلې، چې له مخه يې ميليونونه بيمه نه لرونکي امريکايان ترې ګټه اخيستی شي .
روسيې او امريکا ويلي ايران بايد دا ثابته کړي چې اټومي پروګرام يې د سوله ييز دی، روسيه پر ايران نويو بنديزونو ته زړه نه ښه کوي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن مسکو ته رسېدلې چې د امنيت شورا لخوا پر ايران د نويو بنديزونو لګولو په اړه د مسکو ملاتړخپل کړي
د پاکستان په شمال لوېديځ کې د يوه شکمن ځانمرګی بريد په پايله کې لږ تر لږه ٤١ پوځي مامورين وژل شوي او دې ته ورته نور ټپيان دي .
د عراق پلازمېنې بغداد په ١١٠ کليومترۍ الرمادي ښار کې درو ځانمرګو بريدونو لږترلږه ٢٢ تنه ووژل او تر ٥٠ ډېر نور يې ټپيان کړل .
د پاکستان پوځ وايي په راولپنډۍ کې يې د پوځ په قرارگاه کې د اورپکو له يرغمل څخه ٤٠ تنه راخلاص کړي څلور يرغمل کوونکي وژل شوي .
د طب په برخه کې د نوبل سږني جايزې امريکايي پوهانو، اليزابت بلکبورن، کارل گرايدراوجک سوزتاک گټلې دي .
وسله والو کسانو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د راولپنډۍ پريوه پوځي مرکز بريد کړی پوځيان او بريدګر پکې وژل شوي دي .
د پاکستان روغتيايي چارواکي وايي چې په پېښور کې د شوي ځانمرګي بريد قربانيانو شمېر تر ٤٨ تنو اوښتی او تر ١٠٠ ډېر نور پکې ټپيان شوي .
د امريکا استخباراتي چارواکو ادعا کړې چې د پاکستانيو اورپکو نوی مشر حکيم الله مسيد د طالبانو په خپلمنځي شخړه کې وژل شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي چې د ازبک جنګياليو مشر طاهر يولداش په قبالي سيمه سوېلي وزيرستان کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.
د اندونيزيا په سوماترا ټاپو کې دويمه قوي زلزله شوې ده چې تر 500 زيات کسان پکې مړه شوي خو وېره ده چې دغه شمېره به ډېره پورته ولاړه شي .
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال پيټر ګالبريت وايي چې له خپل مشر سره د ټاکنو پر سر د نظر د اختلاف له امله له دندې ګوښه شوی.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان دجګړې په اړه په سپينه ماڼۍ کې د سياسي، استخباراتي او پوځي چارواکو سره خبرې پېل کړې.
مرستندويې ټولنې وايي د هغو افغان کډوالو ډېری، بېرته د سمندر پر غاړه خپل مخکني کمپ ته ستانه شوي چې څو ورځې مخکې ترې وشړل شول.
دناټوعمومي منشي اندريس فوغ راسموسن د لومړي ځل لپاره و منله چې امريکايي چارواکي د افغانستان دجګړې په اړه نهيلي شوي دي.
د القاعدې ډلې په يوه ويديويي پټه کې جرمني ته د پارلماني ټاکنو په درشل کې د بريدونو ګواښ کړی دی، جرمني کلک تدبيرونه نيولي دي .
اسراييلي جگپوړي چارواکي وايي لا يې هم د ايران پر اټومي تاسيساتو د گوزار خبره نه ده رد کړې او له ځانه د دفاع لپاره به هرې ممکنه لار ولټوي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي په امريکا کې يو شمېر داسې کسان شته چې ښايي د توکم يا نژاد له پلوه دى خوښ نه کړي .
د ناټو سرمنشي له روسيې سره د نويو اړيکو د پيلېدو غږ وکړ او دا يې د ناټو او روسيې ترمنځ د اړيکو د انتخاب نه، بلکې يو ضروري بللی .
د اسراييلو د عدليې وزارت ويلي چې پخوانی لومړی وزير ايهود اولمرت به د فساد په تور د روانې سپتمبر مياشتې پر٢٩ مه محاکمه شي .
د امريکا امنيتي سرچينو ويلي دوی باور کوي چې د القاعدې ډلې يو جګپوړی غړی يې په سوماليا کې د امريکا په هوايي بريد کې وژل شوی .
پاکستاني چارواکو ويلي چې په شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ٤ تنه وسله وال وژل شوي، چې ٢ يې بهرنيان دي.
متحدو ايالتونه وايي د شمالي کوريا د اتومي وسلو د پرمختيايي پروگرام په اړه د دوه اړخيزو مخامخ خبرو لپاره چمتووالى لري .
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په سوات دره کې يې دعملياتو په ترڅ کې د مولانا فضل الله مرستيال او د طالبانو وياند مسلم خان نيولی دی .
Sofomo ™ © 2007