News
My News
RSS/Atom Viewer
iPod/iPhone/Mobile
Pashto
US (English)
Estados Unidos
Canada (English)
Canada (Français)
Česká republika
Deutschland
France
Ελλάδα (Greece)
Ireland
Italia
Österreich
Nederland
Norge
Schweiz
Suisse
Sverige
Portugal
España
België
Belgique
Argentina
Brasil
Chile
Colombia
México
Cuba
Perú
Venezuela
中国 (China)
香港 (Hong Kong)
한국 (Korea)
台灣版 (Taiwan)
العربية (Arabic)
ישראל (Israel)
India (English)
हिन् (India-Hindi)
Россия (Russia)
Australia
New Zealand
South Africa
Uzbekistan
Caribbean
Albanian
Macedonian
Serbia
Ukrain
Hausa
Amashakiro
Wararka
Habari
Pashto
Azerbaijan
Kyrgyz
Bengali
Nepali
Uzbekistan
Sinhala
Tamil
Urdu
افغانستان
خبرونه
افغانستان
نړۍ
افغانستان
افغانستان
BBC
BBC
2009-11-21
BBC
Sponsored Links
د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې د سږني کال د لومړيو ٧ مياشتو کورني عوايد د تېر کال د لومړيو ٧ مياشتو په پرتله ٦٠%ډېر شوي دي .
چارواکي: سږکال عوايد٦٠٪ ډېر شوي
چارواکي وايي چې په فراه ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد په پايله کې د يوه پوليس په ګډون ١٣ تنه وژل شوي او ٣٨ نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي .
د افغانستان په لوېديز کې ځانمرګي ١٣ تنه ووژل
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (UNICEF) وايي افغانستان دا مهال د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی .
''افغانستان د ماشومانو لپاره خطرناک هېواد''
د افغانستان په شمال ختيځ کاپيسا د توغندي لګېدو له امله لس ولسي وګړي وژل شوي، بلخوا د کندهار په ارغنداب کې طالبانو اته پوليس وژلي
١٠ ولسي وګړي ٨ پوليس ووژل شول
د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځيو د سوځېدولو د لاملونو او حل لارو په اړه د ' ښوونځی وژغورئ' په نوم يو راپور چمتو کړی دی .
د پوهنې وزارت: ''ښوونځى وژغورئ''
د فساد د مخنيوي لپاره پر افغان حکومت د نړيوالو فشارونو له زياتېدو سره جوخت په کابل کې د دولتي ادارو لپاره يوه نوې اداره جوړه شوه .
کابل کې د فساد ضد نوې اداره جوړه شوه
د افغانستان د سولې د ټينگښت او پخلاينې کمېسيون وايي له بېلابېلو ولايتو په لسگونو حکومت ضد وسله وال ورسره يو ځاى شوي دي .
٧٥ کسه د سولې له بهير سره يوځای شول
د افغانستان پوهنې وزارت وايي له کابو څلوېښتو زرو ښوونکو يې د معاشونو د لوړېدو په موخه د سويې ازموينه اخيستې ده .
له ٤٠ زره ښوونکو دسويې ازموينه واخيستل شوه
د امريکا د متحده ايالتونو له لوري افغان هوايي ځواک ته دوه (سي 27) پوځي او ترانسپورټي الوتکې ورکړل شوې .
امريکا، افغان هوايي ځواک ته 2 الوتکې ورکړې
افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوه امريکايي پوځيان او يو د دوی امريکايی قراردادي وژل شوي دي .
افغانستان کې درې امريکايان وژل شوي
د افغانستان ولسي جرګه وايي د کډوالو چارو وزارت بايد له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي چې په ساړه ژمي کې کډوال ونه شړي .
پاکستان تر ٢٠١٢ افغان کډوال په زور نه وباسي
د افغانستان لويې څارنوالۍ يوشمېر افغان وزيران په اداري فساد تورن بللي او له ولسمشره يې د هغوی د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
ځينې وزيران په مالي فساد تورن شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي که نړيوال خپلې ژمنې ورسره پوره کړي، څلور کاله وروسته به افغان ځواکونه د ټول هېواد امنيت ونيولی شي .
چاروکي : ٤ کاله وروسته پرځان بسيا کېدای شو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي په نژدې راتلونکي کې به د ټولو ولايتي شوراگانو وروستۍ پايلي اعلان کړي .
د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې اعلانېږي
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر په دغه هېواد کې ښکېل نړيوال ځواکونه تورن کړل چې په لوی لاس نه غواړي له افغانستان څخه ترهګري ورکه شي .
مجددي: نړيوال ځواکونه ترهګري ورکول نه غواړي
د افغانستان د برېښنا شرکت پر داسې يوه سيسټم کار پيل کړی چې د برېښنا د مصرف ټول حسابونه به کمپيوټري او عايد به يې ډېر او منظم شي .
د برېښنا بېلونه کمپيوټرايز کيږي
په افغانستان کې برتانوي پوځيانو دا راپورونه رد کړي دي چې گواگي دوى د هلمند له موسى کلا ولسوالۍ څخه وزي .
برتانيا: موسی کلا نه پرېږدو
د افغانستان دفاع وزارت ويلي زابل ولايت کې د ناټو هوايي بريد او په وسله واله نښته کې ١٧ کسه وسله وال وژل شوي دي .
چارواکو د ١٧ وسله والو د وژلو ادعا وکړه
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په نوي حکومت کې د چارواکو ګمارنه او له اداري فساد مبارزې پرسر د بهرنيو څرګندونې ښکاره لاسوهنه بللې ده .
" د بهرنيانو څرګندونې ښکاره لاسوهنه ده "
افغانستان مېشتو ناټوځواکونو ويلي په دغه هېواد کې يې ٣سرتېري د دوو جلا پېښو په ترڅ کې د سړک غاړې بمونو وژلي، او ٢ نور ډوب شوي .
افغانستان کې ٥ بهرني پوځيان وژل شوي
د برتانيا لومړی وزير ګورډن براون د دغه هېواد ولسي جرګې ته د خپلې مهمې وينا په ترڅ کې په افغانستان کې د خپلې ښکېلتيا ننګه کړې ده .
براون: جنګسالاران دې افغان حکومت کې نه وي
له خبريالانوڅخه د ملاتړ په نوم يوې نړېوالې کمېټې د افغان خبريال سلطان منادي د وژنې په اړه د پراخو پلټنو غوښتنه کړې ده.
د سلطان منادي د وژنې په اړه د پلټنو غوښتنه
دغزني چارواکي وايي چې امريکايي ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت يو پخوانی قوماندان او د امنيت پخوانی آمر بېرته خوشې کړی .
دغزني د امنيت پخوانی آمر خوشې شو
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي د خنزير له والگي سره يې د مبارزې لپاره يې عالي دولتي کمېسيون جوړ کړى دی .
د خنزير له والګي سره د مبارزې هڅې
ټاکل شوې چې حامدکرزی به په دريو اونيو کې د ننه د افغانستان دنوي ټاکل شوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي .
د ولسمشر د لوړې کولو لپاره تياری روان دی
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټولو په موخه د هېواد په کچه يو پراخ بنسټه پروگرام پيلوي .
د ميندو د مړينې د مخنيوي پروګرام پيلېږي
افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو خپلواک کميسيون د پرېکړې هرکلی وکړ، او د ملي مشارکت او له ' فساد' سره د ټينګې مبارزې ژمنه يې وکړه .
کرزي له فساده د 'پاکې ادارې' جوړولو ژمنه وکړه
په کور د ننه او بهر کې يو شمېر سياسي او مذهبي سټو او چارواکو ولسمشرکرزي ته د هغه ته د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکي ويلې ده .
اوباما له کرزي نه د فساد ضد ټينګه مبارزه وغوښته
افغان چارواکو په هېواد کې د خنځير د والګي د خپرېدو له وېرې تر نا معلومې مودې د حکومتي او شخصي تعليمي موسسو د تړلو اعلان وکړ .
چارواکي: تر نامعلومې مودې تعليمي ادارې وتړئ
د افغانستان ملي امنيت رياست وايي يوه ٦ کسيزه ډله يې د ملګرو ملتونو پر مېلمستون د بريد په تور نيولې ده، چې ٣ پکې پاکستانيان دي .
ملي امنيت د بريد په تور ٦ کسان نيولي
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د سرکوزي د والگي له نارغۍ سره د مبارزې په برخه کې د نويو ترتيباتو خبر ورکړ .
فاطمي: د خوګ والګي ٢٩٠ پېښې تثبيت شوې
امريکا پرېکړه کړې هغو طالبانو ته مياشتينۍ پيسې ورکړي چې همدا اوس په جگړه کې ښکېل دي، اوباما نن دغه پرېکړه لاسليکوي .
په جګړه کې ښکېلوطالبانو ته امريکا پيسې ورکوي
د ختيځ ولايت ننگرهار چارواکي وايي د سړک غاړې ماين يوې چاودنې په خوږياڼو ولسوالۍ کې اته ولسيان وژلي دي.
'ننگرهار کې چاودنې اته ولسيان ووژل'
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله وويل د حکومت او د انتخاباتو د کميسيون د 'ناسم عمل' له امله په دويم پړاو کې برخه نه اخلم .
عبدالله عبدالله : په ټاکنو کې برخه نه اخلم
د افغانستان د ښځو د چارو وزارت وايي ښايي د تېرو ټاکنو په څېر په را روانو ټاکنو کې هم د ښځو ونډه هومره د پام وړ نه وي .
په ټاکنو کې د ښځو د ونډې په اړه اندېښنه
په افغانستان کې د تاوتريخوالي په يولړ تازه پېښو کې ٨ امريکايي سرتېري او د هغوى يو افغان کارکوونکى وژل شوي دي .
ناټو: چاودنو ٨ امريکايي پوځيان ووژل
په کابل کې د امريکا سفير وايي هېواد يې دې ته ژمن دی چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو په ښه توګه ترسره شي .
ايکنبيري: امريکا او م.م دويم پړاو ټاکنو ته ژمن دي
د افغانستان د علماوو شوری د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو حامد کرزي او عبدالله عبدالله غوښتي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې ګډون وکړي .
' کانديدان دې په ټاکنو کې ګډون وکړي '
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يونما وايي چې په باميان ولايت کې يې د بې سوادۍ پر وړاندې نوى کمپاين پيل کړى دى .
باميان کې د بې سوادۍ ضد کمپاين پيل شو
د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت پر والي ګل اغا شيرزي وسله وال بريد شوی، چې نوموړی له بريده روغ وتلی او يو بريد کوونکى وژل شوى .
د ننګرهار والي له بريده روغ رمټ ووت
د کابل تخنيکوم د محصلينو يوه لاريون په تاوتريخوالي بدل شوى چې په ترڅ کې تر لسو ورپورته پوليس او يوشمېر محصلين ژوبل شوي دي .
د کابل لاريون په تاوتريخوالي واوښت
په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې د دغه هېواد په سويل کې د درېيو الوتکو رالوېدو له امله ١٤ امريکايان وژل شوي دي .
افغانستان کې ١٤ امريکايان ووژل شول
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ ټاکنو په دويم پړاو کې به د خپلو موقتي کار کوونکو شمېر دوه برابره راکم کړي .
د ټاکنو کميسيون خپل کارکوونکي کموي
د افغانستان د حزب وحدت ډلې مشر وايي له ولسمشر کرزي سره يې تر ټاکنو وړاندې کړى تړون اوس ماتېدونکى نه دى او په دويم پړاو کې هم ورسره ولاړ دى .
محقق: له کرزي سره پر کړي تړون ولاړ يم
يو شمېر افغان سوداګر وايي چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ عملياتو دوی له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي
افغان سوداګر له پولې هاخوا له ستونزو سر ټکوي
په افغانستان کې د دوهم پړاو ټاکنيز کمپاين په پيل کېدو سره طالبانو گواښ کړى چې ددې پړاو په وړاندې به هم خنډونه جوړوي .
د دويم پړاو ټاکنو کمپاين پيل شو
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ کانديد عبدالله عبدالله په يوه ګډ حکومت کې کار کول رد کړل، خو وايي بيا ټاکنو ته ولاړ دی.
عبدالله : د ټاکنو غځېدل د ملي ګټو په خير دي
د ډاکټر عبدالله انتخاباتي کمپاين د ټاکنوکمېسيون تورن کړى چې د دويم پړاو انتخاباتو د کمپاين د څرنگوالي په اړه يې دوى نه دي خبر کړي.
سانچارکي: د کمپاين په څرنګوالي نه يوخبر شوي
د بګرام زندانيانو د بشري حالت او دوسيو د څارنې کمېټې له امريکا غوښتي چې د بنديانو د بشري حالت څارنې لپاره کمېتې ته اجازه ورکړي .
''د بګرام زندانيانو بشري حالت دې وڅېړل شي ''
د افغانستان د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت يوشمېر خصوصي کمپنۍ وسله والو طالبانو ته د باج په ورکولو تورنې کړې دي .
' امنيتي خصوصي کمپنۍ طالبانو ته باج ورکوي '
افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفير په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو په اړه د بهرنيو چارو وزارت ته وربللى دى .
کابل د پاکستان سفير پوښتنو ګروېږنو ته غوښتی
د افغانستان ولسي جرګې د ترهګريزو جرمونو او عامه نظم د اخلال او وحشت خپرولو پروړاندې د مباررزې قانون تصويب کړ .
ولسي جرګې د ترهګرۍ ضد قانون تصويب کړ
د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي که ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو دغه وزارت به يې د خوندي کولو لپاره ټولې وړتياوې په کار واچوي .
اتمر: د دويم پړاو ټاکنو امنيت نيولو ته چمتو يو
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي په ګاونډي ايران کې د سرکوزي د والګي د خپرېدو له امله اندېښنه لري چې افغانستان ته را ونه لېږدي .
افغانستان ته د سرکوزي د والګي د لېږدېدا وېره ده
د افغانستان ولسي جرگې له امنيتي ادارو وغوښتل چې په دوو اوونيو کې ورته د هېواد د امنيت په اړه يوه هر اړخيزه کړنلاره وړاندې کړي .
چارواکي : که ځواکونه ډېر شي، امنيت به ټينګ شي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ښوونځيو د لومړنۍ دورې لپاره يې څه د پاسه ١٥ ميليون درسي کتابونه چاپ کړي او د وېش لړۍ يې پيلېږي .
وردګ : ١٥،٣ ميليونه درسي کتابونه چاپ شول
طالبانو د افغانستان پر گاونډيانو غږ کړې چې د دوی په وينا د بهرنيو ځواکونو لخوا د افغانستان له 'اشغال' سره دې مخالت وکړي .
طالبان: ګاونډيان دې د 'اشغال' مخالفت وکړي
د افغانستان د دفاع وزير وايي چې په سلو کې اتيا د ملي اردو مرګ ژوبله د هغو ماينونو له امله ده، چې په سيمه ييزه کچه جوړ شوي دي .
وردګ: نړيوال افغان پوځ ته درنې وسلې نه ورکوي
افغان چارواکي وايي چې د هېواد په سويل او ختيځو ولايتونو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې دوه ويشت وسله وال طالبان وژلي دي .
د ٢٢ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د لوگر ولايت د عينکو د مسو کان ترڅنگ د کشف شوې لرغونې سيمې د کندنې چارې روانې دي .
په لوګر کې د لرغونې سيمې کيندنې روانې دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کای ايده ويلي چې د سويلي ولايتونو سربېره د رای ورکولو پروخت نوروځايوکې هم درغلي شوې
م.م: په افغاني ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده
د يوه علمي پرمختگ په توگه په افغانستان کې د ستور پوهنې يانې نجوم ټولنه جوړه شوه، چې په پارکونو او سړکونو کې به تلسکوبونه ولګوي .
افغانستان کې د ستور پوهنې ټولنه جوړه شوه
په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي چې د هېواد په ختيځ او جنوب کې د بېلابېلو پېښو له امله يې پنځه سرتېري وژل شوي دي .
پنځه بهرني سرتېري وژل شوي دي
هندي چارواکي وايي په کابل کې د هند سفارت ته څېرمه بريدونه نه شي کولى د هند او افغانستان ترمنځ اړيکې خړې پړې کړي .
هند: له افغان حکومت سره به خپلې اړيکې پرې نه کړو
د شمالي اتلانتيک تړون ناټو اعلان کړى چې د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې له دوو ليرې پرتو سيمو نه يې خپل سرتېرې اېستلي دي .
ناټو سرتېري د نورستان له ٢ سيمو ووتل
چارواکي وايي د راتلونکي حکومت لپاره د سلاکارانو د گومارلو هرکلى کوي ، خو دا هر څه بايد د هېواد اړتياو او شرايطو ته په پام سره و شي .
صمدي: حکومت بايدسلاکاران و ګماري
حکومت وايي سږ کال په بازارونو کې دغنمو د بيو د مناسب ساتلو او له کروندګرو سره د مرستې په توګه له هغوی څخه زرګونه ټنه غنم اخلي.
جواد: له کروندګرو دغنمو پېرودل دوام لري
برتانوي چارواکو په دوو راتلونکو کلونو کې د افغان حکومت او د طالبانو د مشرتابه له يوې برخې سره د ممکنه جوړجاړي خبره پورته کړې ده .
برتانيا 'د طالبانو د ستنېدو ملاتړ کوي'
په افغانستان کې د ايشيا فاونډېشن يوې نظرپوښتنې په ډاګه کړې چې د تېر کال په پرتله ډېر افغانان د هېواد راتلونکي ته خوشبين دي .
نظرپوښتنه : افغانستان پر سم لوري روان دی
د افغانستان د دفاع وزير وايي نړيوالې ټولنې افغان پوځ ته د پرمختلليو درنو وسلو له ورکړې ډډه کړې ده .
جنرال عبدالرحيم وردگ: لاهم افغان پوځ نيمګړتياوې لري
2009-10-13T12:15:46+00:00
افغان دولت وايي په پنځو کلونو کې به د ١١ ميليون نا لوستو کسانو شميره د سواد زده کړې د پروگرام له لارې ٨ ميليونو ته راکښته کړي .
څه باندې ٥ سوه زره د پاخه عمر افغانان په زده کړه بوخت دي
افغان چارواکو په دغه هېواد کې د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ په بېلابېلو ورزشي ډګرونو کې يو لړ سيالۍ جوړې کړې دي .
'د ورزش له لارې افغانانو ته د سولې پيغام رسول'
د لومړي ځل لپاره يو شمېر افغان نجونو په کابل کې د افغان مدل په نوم د يو خصوصي ټلويزيون په يو پروگرام کې گډون کړى دى .
افغاني نجونې په افغان مدل کې
2009-08-29T09:37:21+00:00
د بي بي سي له خوا ترسره شوې يوه څيړنه ښيي چې د افغانستان په سلو کې ٣٦ ولسوالۍ يا نيمې يا هم بشپړې له حکومت مخالفو سره دي .
د افغانستان امنيتي وضعه د بي بي سي په سروې کې
په خوست كې يو شمېر بنديان شكايتونه كوي چې له نامعلوم برخليك سره په زندان كې پراته دي او پر دوسيو يې كار نه، غور نه كېږي .
په خوست كې د بنديانو ستونزې واورېدل شوې
په پلازمېنه کابل کې دلومړي ځل لپاره ديوې خيريه ټولنې په مالي مرسته 84 شيعه پېغلو او ځوانانو ((يو ځايي)) ودونه وکړل .
په کابل کې لومړی ' يوځايي ' واده وشو
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د ٤ داسې انټرنېټ پاڼو د تړلو حکم يې کړى دى چې د ولسمشر حامد کرزي په نامه جوړې شوې دي .
اطلاعات او کلتور وزارت ٤ وېبپانې بندې کړې
په خوست کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست وايي چې د يوې سروې له مخې په دغه ولايت کې ٤٠ زره ځوانان په نشه يي توکو روږدي دي.
په خوست كې لسګونه زره ځوانان نشه يان دي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي دومره بوديجه نه لري، چې په ايران او پاکستان کې هم افغان کډوال په ټاکنو کې ګډون وکړي .
له هېواده بهر افغانان له رايو ورکولو بې برخې شول
په افغانستان کې د ولايتي شوراگانو لپاره يو شمېر کانديدان نا امني د خپل کمپاين لپاره لويه ننگونه بولي .
د ولايتي شوراګانو کانديدان ځانونه ناامنه بولي
د افغانستان د ولسمشرۍ د دويمې دورې کانديدان ټول په يوه خوله اوسنی حکومت د اداري فساد، بډو او نه وړتيا له امله ملامتوي .
د ولسمشرۍ د کانديدانو د تګلارو مهم ټکي
د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره سم د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنې په ګوانتانامو کې د بندي افغان ماشوم خوشي کېدل وغوښتل .
'له ګوانتانامو زندانه دې افغان ماشوم خوشی شي'
د لومړي ځل لپاره د افغانستان لوېديځ هرات ولايت او د ايران مشهد ترمنځ ګډه سوداګريزه خونه جوړه شوه
د هرات - مشهد ګډه سوداګريزه خونه جوړه شوه
افغانستان کې د چاپېريال ساتنې اداره وايي چې د 'واورين پړانګ او مارکوپولو' په نامه د غرنۍ هوسۍ توکم د قاچاق له امله په ورکېدا دی .
د افغانستان د چاپېريال ساتنې لپاره نوې تګلاره
د عامې روغتيا وزارت وايي په داسې يوه لايحه يې کار پيل کړی دی چې له مخې به يې په هېواد کې د يوناني طبيبانو کارونه تنظمېږي .
يوناني طبيانو ته دکار لايحه جوړېږي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ښوونکو د ژوندانه د کچې لوړولو لپاره يې نوې اسانتياوې او پروګرامونه په پام کې نيولي دي .
د افغان ښوونکو لپاره نوی زېری
افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چمتلې سب سټېشن په نامه له ازبکستانه افغانستان ته د 150 ميګاواټه سب سټېشن پرانيست .
کابل کې د برېښنا نوی سب سټېشن پرانيستل شو
بي بي سي راډيو نه افغانو مېرمنو او نجونو لپاره روزنيز او تفريحي پروگرام.
ښځه او نننۍ نړۍ
تفريحي پروگرامونه
ملغلرو امېل او خبرې او سندرې
2009-11-05T16:06:44+00:00
Select a topic
خبرونه
خبرونه
افغانستان
افغانستان
نړۍ
نړۍ
Select a country:
US (English)
Estados Unidos
Canada (English)
Canada (Français)
Česká republika
Deutschland
France
Ελλάδα (Greece)
Ireland
Italia
Österreich
Nederland
Norge
Schweiz
Suisse
Sverige
Portugal
España
België
Belgique
Argentina
Brasil
Chile
Colombia
México
Cuba
Perú
Venezuela
中国 (China)
香港 (Hong Kong)
한국 (Korea)
台灣版 (Taiwan)
العربية (Arabic)
ישראל (Israel)
India (English)
हिन् (India-Hindi)
Россия (Russia)
Australia
New Zealand
South Africa
Uzbekistan
Caribbean
Albanian
Macedonian
Serbia
Ukrain
Hausa
Amashakiro
Wararka
Habari
Pashto
Azerbaijan
Kyrgyz
Bengali
Nepali
Uzbekistan
Sinhala
Tamil
Urdu
2009-11-21
2009-11-20
2009-11-19
2009-11-18
2009-11-17
2009-11-16
2009-11-15
2009-11-14
2009-11-13
2009-11-12
2009-11-11
2009-11-10
2009-11-09
2009-11-08
2009-11-07
2009-11-06
2009-11-05
2009-11-04
2009-11-03
2009-11-02
2009-11-01
Sofomo © 2007