Sponsored Links
د افغانستان په سوىلي ولايت کندهار کې د شپې په اتو بجو څلور پرلپسې بريدونه شوي او لسگونه کسانو ته يې زيانونه اړولي دي .
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو نوى استازى ستافن دي مىستورا کابل ته له رسېدو سره سم ويلي چې د افغانستان د حاکميت درناوی به کوي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د حکومتي واک د غځولو په موخه يې د پوليسو د روزنې وړتيا نژدې لس برابره زياته کړې ده .
د ټايلند په پلازمېنه بنکاک کې په لسګونو زره خلک د حکومت ضد لاريون لپاره راټول شوي، او له سره د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي .
د افغانستان د عدليې وزارت وايي چې دوى د ننه په افغانستان کې هغه امکانات او اسانتياوې نه لري چې له ايرانه افغان بنديان راولېږدوي .
د پاکستان سوات درې په مېنګوره کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه ځانمرګی بريد لږ ترلږه 14 تنه وژلي او تر 60 ډېر نور ټپيان دي .
که له طالبانو د پوښتنې موقع ومومئ څه به ترې پوښتئ ؟
بي بي سي په لندن کې د خپلې پښتو خپرونې لپاره پروډیوسر ته اړتیا لري.
د ستاسو نړۍ خپرونه د اوونۍ پنځه ورځې ستاسو رالېږلې يوه پوښتنه يوۀ لوړ پوړي چارواکي ته ږدي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د اسراييلو لخوا په ختيځ بيت المقدس کې د يهودي ښارګوټو د جوړولو پر تصميم کلکه نيوکه کړې .
د 'روسيې اتوم' په نوم روسی دولتي شرکت وايي دغه هېواد په هند کې 16 اټومي بټۍ جوړوي .
افغان ولسمشر حامدکرزي له طالبانو وغوښتل چې د ښوونځيو د تړلو پرځای افغانستان کې ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي .
د افغانستان په پکتيا ولايت کې چارواکي وايي چې د طالبانو يوه بريد لږ تر لږه درې پوليس وژلي يوشمېر نور ټپيان دي .
د پاکستان د طالبانو د غورځنگ مرستيال مشر د چارواکو اورسنيو رپوټونه رد کړل چې گواکې وژل شوى دى .
د بي بي سي لخوا د يوې نظر پوښتنې پايلې ښودلې چې په هرو پنځو کسانو کې څلور په دې اند دي چې انټرنېټ ته لاسرسی د هر انسان ''اساسي حق دی''
د عراق د تېرو ټاکنو د پايلو په اړه ځينو عراقي ګوندونو شکايتونه کړي او د درغليو د رامنځ ته کېدو ادعاوې يې کړې دي .
د اسلام اباد او کابل ترمنځ د همکارۍ او د ترهگرۍ پر ضد د جگړې په برخه کې له يو بل سره د مرستې په تړاو افغان ولسمشر حامد کرزى پاکستان ته رسيدلى چې د هغه هيواد له چارواکو سره خبرې وکړي .
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په کابل کې خبريالانو ته وويل تر هغه چې افغانستان کې بهرني ځوکونه وي، سوله نه شي راتلی .
افغان حکومت وايي په ملي اردو کې د داوطابو کسانو د شموليت کچه د تېرو څو کلونو په پرتله يو پر څلور زياته شوې ده .
د اخوان المسلمين ګوند پر اردني حکومت غږ کړی چې د ناټو د سرمنشي هغه غوښتنه ونه مني چې ګني اردن دې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي .
افغان حکومت وايي چې د سولې جرګه چې مخکې يې ولسمشر کرزي د جوړېدو غوښتنه کړې وه، ټاکل شوې ده چې د اپرېل پر 29 مه جوړه شي .
د مصر الازهر پوهنتون شيخ محمد سيد طنطاوي د 81 کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له امله د سعودي عربستان په رياض ښار کې ومړ .
پاکستاني پوليسو ويلي چې په مانسهره کې د يوې امريکايي خيريه ټولنې پر ودانۍ وسله والو بريد کړی، چې پنځه تنه پکې وژل شوي دي .
د برتانيا د استخباراتو يوې پخوانۍ مشرې ويلي امريکايي استخباراتو قصدآ له تورنو ترهګرو سره په چلند کې برتانيا او نور متحدين تېر ايستي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې انټرنټي خدمتونه په چټکۍ سره د غوړېدو په حال کې دي.
د امريکا د عدليې وزارت يوه امريکايي مېرمن له اسلامي اورپکو سره په اسيا او اروپا کې د بريدونو په دسيسه تورنه کړې ده .
کندهار ته د سفر پر وخت د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس ويلي چې په دغه هيواد کې نوره سخته جگړه په مخ کې ده.
د نايجيريا په مرکزي سيمو کې توکميزو شخړو او لانجو له امله د ماشومانو او ښځو په گډون په سلگونو کسان وژل شوي دي .
د ترکيې په ختيځو سيمو کې د نژدې شپږ درجو زلزلې په لسگونو کسان وژلي دي . زلزله سهار د وخته هغه مهال شوې چې لا ډير خلک ويده ول .
د شمالي ولايت بغلان چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو او اسلامي حزب جنگيالو يو برپل د ټوپکو خولې را اړولي دي.
پاکستاني پوليس وايي چې د صوبه سرحد هنګو پاړه چنار کې پر پوځي کاروان ځانمرګي بريد 11 تنه وژلي او تر 20 ډېر نور ټپيان شوي .
د پاکستان استخباراتي سرچينو ويلي چې په کراچۍ ښار کې يې د افغانستان د طالبانو د تحريک يو جګپوړی چارواکی " اغا جان " نيولی.
د هند پوځ وايي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې يې د دوې ورځې نښتې په ترڅ کې څلور اورپکي وژلي خو يو هندی افسر هم وژل شوی .
افغان امنيتي چارواکو ويلي چې د هېواد په جنوب کې د يوه بريد له امله د درو پاکستاني وګړو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي .
د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان پولې ته څېرمه يې 30 اورپکي وژلي، خو د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو او 4 نورو د ټپي کېدو خبره هم کوي .
د افغان امنيتي ادارو هغه پرېکړه چې تصويري رسنۍ دې د جگړه ييزو پېښو مخامخ رپوټ نه ورکوي له نيوکو سره مخامخ شوې.
يوه امريکايي چارواکي ويلي چې هېواد به يې په روانه مياشت کې پاکستان ته د وسله والو د ځپلو په موخه عصري وسلې ورکړي .
افغان حکومت د امريکا دهغې نوې تگلارې ملاتړ کړى چې پر مټ به يې افغانستان کې له نشه يي توکو سره مبارزه کېږي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په کندهار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.
د امريکا دفاع وزارت (پنتاګان) هوډ لري چې په افغان پوليس د" بلک واټر" امنيتي شرکت لخوا وروزل شي، چې پر روزنه به يې سلګونه ميليون ډالر ولګول شي .
امريکا ويلي پلان لري چې د روان کال په وروستيو کې به د افغانستان په نارامه سوېلي کندهار ولايت کې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي .
د افغانستان د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت وايي په روان 2010 کال کې به 25 ولايتونه د کوکنارو له کښته پاک او روږدو ته به کار ومومي .
د کابل د نوي ښار په سيمه کې ځانمرگو بريدکوونکو پر يوۀ هوټل بريد کړى چې لږ تر لږه ١٦ کسان يې وژلي چې9 پکې هندي وګړي دي .
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان خبر داری ورکړی هرڅوک چې د منتخب حکومت پرضد دسيسې جوړوي، محکمې ته به راوستل کېږي .
افغان چارواکي وايي ډېر ژر په پلازمېنه کابل کې د موټرو درولو لپاره يو شمېر پارکېنګونه جوړ کړي .
ولسمشر کرزي له ديني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د نا امنيو له امله د تړل شويو ښوونځيو په بيا پرانستنه کې ورسره مرسته وکړي .
په افغانستان کې لوېديزوالو دپلوماتانو ويلي د ولسمشر کرزي په هغه فرمان اندېښمن دي چې ده د ټاکنو پر ادارې بشپړ واک ورکوي .
ناڅرګندو وسله والو کسانو د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالمجيد بابی له خپله کوره د دفتر پر لوري د تګ پرمهال وژلی دی .
افغانستان په حيرانونکې توگه د ماتې له دريځه لوبه وگټله او کاناډا ته يې په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه .
د افغانستان ولسي جرګه وايي د نوي کال د پروگرامونو په لړ کې به د حکومت پر کارونو هراړخيزه څارنې کوي او ګڼ قوانين به تصويب کړي .
د افغانستان د انتخاباتو په نوي قانون کې د ولسمشرۍ دکانديدانو لپاره نوي لوى شرطونه اېښودل شوي چې يو يې د 100 زره رای پاڼو درلودل دي.
د افغانستان د اقتصاد وزير وايي ډېر ژر به په خپل وزارت کې د ټولو حکومتي اقتصادي پروژو د ارزولو يو اقتصادي بورډ جوړ کړي .
د برتانيا د بهرنيو چارو ، دفاع او د نړيوالو پرمختيايي چارو وزيرانو د بي بي سي د اوريدونکو پوښتنې ځواب کړې .
د سوډان ولسمشر په دارفور کې د عدالت او برابرۍ په نامه له يوې ياغي ډلې سره د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې يو تړون لاسليک کړی دی .
له هلمنده رپوټونه وايي چې په لښکرګاه ښار کې چاودنې لږ ترلږه اووه تنه ولسي وګړي وژلي او 14 نور يې ټپيان کړي دي .
ملگرو ملتونو د افغانستان په جگړه کې په ښکېلو خواوو غږ کړى چې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي .
په امريکا کې يوه افغان کډوال منلې چې د نيويارک تر ځمکې لاندې ترانسپورتي سيستم کې يې د چاودنو دسيسه جوړه کړې وه .
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د تېرو اتو کلونو جګړې په اوږدو کې 1000 امريکايي پوځيان وژل شوي، يوازې سږکال 54 وژل شوي .
د ايران دولتي تلوېزيون د چارواکو له خولې ويلي چې د سخت دريځه سُني ډلې جندالله مشر عبدالمالکي ريګي يې د ايران په ختيځ کې نيولی دی .
د افغانستان په ختيځ ننگرهار ولايت کې ځانمرګی بريد شوی چې له امله يې د حاجي زمان په ګډون تر10 ډېر کسان وژل شوي چې ګڼ يې عام خلک دي.
د امريکا جګپوړي پوځي قوماندان جنرال ډېوېډ پټريس ويلي د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې روان عمليات د يوې اوږدې جګړې پيل دی
د هالنډ لومړي وزير د ايتلافي کابينې تر ړنګېدا يوه ورځ وروسته وويل چې ښايي تر راتلونکي اوړي پورې په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو ماموريت پای ته ورسېږي .
په داسې حال کې چې د امريکا فوکس نيوز خبري شبکې د پاکستاني پوليسو لخوا د ملا کبير د نيونې خبر ورکړی، طالبان وايي د هغه د نيول کېدو خبره "بنسټ نه لري"
د افغانستان ولسي جرګې خپل اداري پلاوي ته رايه ورکړه، او د مشرانو جرګې مشر خپله استعفا بېرته واخيسته او کار يې پيل کړ .
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي ريچارډ هولبروک تاجکستان کې خبريالانو ته ويلي مرکزي اسيا ته د طالبانو په پرتله القاعده ستر ګواښ جوړوي .
يوه امريکايي څېړونکي خبرداری ورکړی چې ماشومانو ته د خوب ګولی ورکول، کېدی شي د دوی دماغ ته زيان ورسوي او د ودې مخنيوی يې وکړي .
ناټو وايي چې د هالند له هرې پرېکړې سره سره به ، دوی د اروزګان په ګډون افغانستان کې خپل عمليات او ماموريت جاري وساتي .
د امريکا پوځ ويلي چې د عراق په شمال کې د راښکته کېدو پرمهال دوه امريکايي چورلکې ټکر شوې، چې له امله يې دوه پيلوټان وژل شوي .
ويل کېږي د امريکا ددفاع وزارت غواړي د افغان پوليسو د روزنې يو مليارد ډالري قرارداد بلک واټر خصوصي امنيتي کمپنۍ ته وسپاري .
د افغانستان د کريکټ پر ملي لوبډلې جوړ شوى مستند فلم په لومړي ځل لندن کې ژورناليستانو ، د فلم کره کتونکو او ځانگړو ميلمنو ته وړاندې شو چې له تاوده هرکلي سره مخامخ شو .
افغانستان په نړيوالو رقابتونو کې څنګه خپلې گټې خوندي کولای شي.
د نړيوالو چارود شننې ستراتفور شرکت مؤسس او مشر جورج فرېډمن يو داسې وړانديز کړی، چې پر بنسټ يې امريکا له ايران سره د دوو غوراويو (پر ايران بريد يا د ايران د اتومي وسلو منلو) پرځای بايد غور پرې وشي .
د افغانستان حکومت کورنىو او نړىوالو رسنىو ته وىلي چې د وسله والو مخالفىنو د برىدونو په اړه دې ژوندۍ او مخامخ خپرونې نه کوي.
2010-03-03T15:08:42+00:00
د افغانستان د چاپېرېال ساتنې ادارې خبردارى ورکړى که په هېواد کې د وحشي ژوو ژوند ته جدي پام ونه شي ښايي نسل يې له منځه ولاړ شي .
له وسله والو مخالفانو د نيول کېدونکو سيمو د امنيت لارې چارې
2010-02-24T13:14:50+00:00
په افغانستان کې د کريکټ لوبه تر ډيره د ننگرهار ، کابل ، لوگر او خوست تر ولايتونو محدوده بلل شوې خو دغه لوبه په ډيرو نورو ولايتونو کې هم مينه وال لري .
په افغانستان کې د تلپاتې امنيت او ټيکاو د پاېښت لارې
له افغانستان د شوروي ځواکونو د وتلو د 20م کال په پوره کېدو سره په کابل کې د روسيې سفير پر افغانستان د شوروي يرغل يوه تېروتنه وبلله او له دغه هېواده وتل يې پرځاى گام وباله .
2010-02-15T08:49:39+00:00
د هندي ففلمي صنعت نوي فلم ، زما نوم خان دى، ته کتنه کوو چې په هند او نورې نړۍ کې يې ډير مينه وال موندلي .
پيلوځى: اوونيز ادبي هنري پروگرام
2010-02-12T20:47:55+00:00
افغانستان : د عسکري خدمت د اجباري کولو ګټې او ستونزې .
2010-02-10T11:45:59+00:00
د يوې پرمختللې ټيکنالوجۍ په مرسته جوړ شوي فيلم (اواتار) چې کيسه يې په عراق کې پر جګړې راڅرخي، د اوسکار جايزې ته نومول شوی او په نهو برخو کې کانديد دی .
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وازرت وايي محصلينو ته په ولايتونو کې په خصوصي پوهنتونو کې د زده کړې زمينه برابره کړي .
د مينا په نامه ١٣ کلنه پاکستانۍ نجلۍ وايي چې خپل پلار او ورور يې تر وروستي بريده هڅه وکړه چې د ځانمرګي بريد ترسره کولو ته مې وهڅوي، خو بريالي نه شول .
د طالبانو سره خبرې: د ولسمشر کرزي سره ځانګړې مرکه
د تېر کرېسمس په مهال په امريکا کې د ديترويټ الوتکې راغورځولو ناکامې هڅې د رسنيو پام يمن ته واړاوه
افغانانو د تخليقي فکر د پېړيو په پوړيو کې دخپل خيال او کمال کوم پړاوونه وهلي دي، له خټکارۍ يا بنايۍ څخه ونيسه بيا تر ترکاڼۍ او موسيقۍ پورې
2010-01-18T09:45:24+00:00
اسراييلو د يوې داسې څېړنې لپاره پيسې بېلې کړې چې په ډاګه کړي ايا د دوی او پښتنو ټبرونو ترمنځ کومه نژادي اړيکه شته او که نه ؟
د ژمنۍ رخصتۍ د پروګرام په هکله ده.
په افغانستان کې يوه نظرپوښتنه ښيي چې خلک د راتلونکي په اړه ډېر ډاډمن دي، خو له ناامنيو او اداري فساده ډېر سر ټکوي .
"اسامه بن لادن اته کاله وړاندې د افغانستان پر توره بوره د جګړې پرمهال يا په بمي بريد او يا د ګوردې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی. "
2010-01-10T08:06:09+00:00
افغان حکومت وايي چې په دې وروستيو کې يې د اور وژنې شاوخوا دوه سوه پرمختللي موټر له نړيوالې ټولنې ترلاسه کړي او په بېلابېلو ولايتونو کې يې ځاى پر ځاى کړي دي .
'معصومه څېره' - د زموږ د ارواښاد همکار عبدالصمد روحانې په ياد کې ويل شوې دردونکې شعري ويرنې دي چې د يوه کتاب په بڼه خپرې شوې .
ځانګړې شوې پاڼه
2010-03-14T06:41:49+00:00
د عبدالصمد روحاني لپاره ځانگړې شوې پاڼه - ١٩٨٣ - ٢٠٠٨
2009-12-30T10:04:50+00:00
د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ المپيک
2008-08-20T14:48:07+00:00
English for Today
2010-01-10T11:00:26+00:00
بي بي سي راډيو نه افغانو مېرمنو او نجونو لپاره روزنيز او تفريحي پروگرام.
سردار محمد داود خان
2009-03-18T15:38:55+00:00
د بي بي سي پښتو څانگه د ستمبر د لسمې نيټې څخه د "تاريخ او ژوند" په نامه د پروگرامونو نوې لړۍ پيل کوي
Sofomo ™ © 2007